سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا کرونا زموږ ګډ دښمن دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا کرونا زموږ ګډ دښمن دی؟

خبر

کله چې د ترکیې ولسمشر اردوغان د یاد هېواد له ښاروال سره ویډیویي اړیکه نیولې وه، دغو دواړو د کرونا ویروس د خطر پر وړاندې پر هلوځلو خبرې وکړې،  یاد ویروس اوس ټوله ترکیه او نړۍ نیولې ده. دوی کرونا ویروس یو ګډ دښمن اعلان کړ او د هغه پر وړاندې یې د خپلو هڅو ستراتېژي بیان کړه او ویې ویل: «اوس زموږ پر وړاندې دښمن د کرونا ویروس دی. موږ باید ډېر ژر د دغه خاین دښمن پر وړاندې مبارزه پیل کړو؛ ځکه چې زموږ د هېواد راتلونکی او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی. موږ دغه دښمن ته یوازې یو له بل سره د لاس ورکولو او همکارۍ په وسیله ماتې ورکولی شو. موږ یوازې د خپل یووالي په وسیله دغه دښمن له منځه وړلای شو. نن هغه ورځ ده چې موږ خپله کورنۍ ورورولي را یاده کړو او هر ډول سیاسي، نژادي او فرقه یي اختلافات له پامه وغورځوو. نن ورځ د دغه ګډ دښمن پر وړاندې زموږ د یووالي ورځ ده، لکه څنګه چې د ازادۍ لپاره په جنګ کې هم یووالی لرو».

تبصره

 ولسمشر اردوغان باید د داسې یوه ویروس چې کووېډ- ۱۹نومېږي او د مایکروسکوپ په وسیله لیدل کېږي، خبرې نه کولای، بلکې د هغه اشغالګر قدرت پر وړاندې یې پرېکړه کړې وای، چې هغه زموږ د هېواد د راتلونکي او خلکو لپاره لوی ګواښ دی، چې دغه قدرت د وژونکو یوه رمه ده او په پرمختللو ویرانوونکو وسلو سمبال دي، باید د دغه دښمن پر وړاندې یې غبرګون ښودلای وای، نه د ویروس پر وړاندې.

که نوموړي خپل دغه غږ د اشغالګرې امریکا پر وړاندې پورته کړی وای او ټول ملت یې په یووالي سره د امریکا پر ضد جنګ ته هڅولی وای او بیا په دغه جنګ کې نوموړی د ټولو تر مخ وای، نو هغه مهال یې د ستایلو حق درلود او موږ به هم د ده تر شا د دغه ګډ دښمن (امریکا) پر وړاندې جنګ کې ورپسې روان شوي وو. که نوموړي د یهودي حرامي دولت چې د چټلۍ په څېر یې شپېته کاله په فلسطین او منځني ختیځ کې ځای نیولی، پر وړاندې د جنګ کولو لپاره دغه غږ اوچت کړی وای، نو د ترکیې او نړۍ مسلمانان به هېڅوک هم په کور کې نه وای پاتې شوي، خو دوی د مسجدالقصی د مقدسې خاورې د چټلیو څخه د پاکولو لپاره یوازې لاریونونه کوي. خو اردوغان هغوی چې په ځمکه کې فساد خپروي او د خلکو قاتلین دي، د ګډ دښمن په څېر نه بولي، هغه مرض د ګډ دښمن په څېر بولي چې هغه یوازې د بشریت د ازمایښت لپاره ځمکې ته راغلی دی.

الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

(ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)

ژباړه: کله چې فساد ځمکې او بحرونو ته ورسېږي او دا هم د انسان له لاسه وي، نو الله سبحانه وتعالی د انسان د بېدارۍ لپاره هغوی ته سزا ورکوي، تر څو پوه شي او له خپلو ګناهونو څخه لاس واخلي.

[الروم:۴۱]

زه نه پوهېږم چې څنګه اردوغان د کرونا ویروس او د ازادۍ د جنګ دښمن چې هغه هم د اسلامي امت د بچیانو په وسیله ترسره کېږي، پرتله کړي، چې هغوی له غرب څخه راغلي او اسلامي نړۍ یو له بل څخه جدا کوي.

کرونا د انسان په لاس جوړ شوی روبات، ویجاړوونکې وسله او دې ته ورته وسیله نه ده.که ولسمشر باور لري چې کرونا په لابراتوار کې جوړه شوې بیولوژیکي وسله ده (اګر چې موږ خو داسې فکر نه کوو)، نو نوموړی باید د دغه ویروس جوړوونکی اصلي دښمن وګڼي، نه د کرونا ویروس. د دغه ویروس پر وړاندې په جنګ کې باید له ډېر احتیاط، باخبرۍ او پوره بصیرت څخه کار واخیستل شي، د خطر د له منځه وړلو لپاره یې باید تداوي پیدا شي. لومړی او تر ټولو بهتره دا ده چې باید په الله سبحانه وتعالی باندې خپل ایمان او باور قوي کړو او خلکو ته هم پر دې امر وکړل شي او د اړتیا په وخت کې ګرځبندیز ولګول شي، تر څو د دغه ویروس له خپرېدو څخه مخنیوی وشي، د خلکو ضروري اړتیاوو ته پاملرنه  وشي؛ ځکه چې هغوی په دغه ګرځبندیزونو کې کار نه شي کولای.  

او همدارنګه اړتیا ده چې له دغه حالت څخه عبرت واخیستل شي، دغه ویروس د پانګوالۍ سیستم چې په ټوله نړۍ باندې حاکمیت لري، له منځه تلل په ډاګه کړل. دا باید د راشده خلافت (د اسلام حاکمیت) د بیا تاسیس لپاره یو فرصت وګڼو او دا خبره الله سبحانه وتعالی ته پرېږدو چې ویروس زموږ لپاره ښه دی او که بد.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمود کار

په ترکیه کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر مشر

                       

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې